اقتصاد وزارت: په افغانستان کې ۲۶۴۰ مؤسسې فعالیت لري؛ تېر کال نږدې ۷۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۹۱۶ پروژې پلې شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د اقتصاد وزارت مسؤلینو د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح کنفرانس کې ویلي، چې دا مهال په هېواد کې ۲۶۴۰ غیر امارتي موسسې فعالیت کوي. د دوی په وینا، په تېر یو کال کې د دغو موسسو له خوا ۱۲۱۱ پروژې بشپړې شوي او ۱۰۹ نورې پروژې تر کار لاندې دي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ډاکټر عبداللطیف نظري ویلي، چې د تېر یوه کال په موده کې د کورنیو او بهرنیو موسسو له لوري ټولټال ۹۱۶ پروژې تطبیق شوي، چې ټول ارزښت یې ۶۹۵ میلیونه او ۷۰۰ زره ډالر ښودل شوی دی. نوموړي زیاته کړې، چې ۱۴۰ کورنیو او ۶ بهرنیو موسسو ته د فعالیت جوازونه هم ورکړل شوي دي.
د ښاغلي نظري په وینا، د پراختیایي چارو د ښهوالي لپاره د افغانستان د پراختیايي ستراتېژۍ وروستۍ مسوده هم برابره شوې او د راتلونکو پنځو کلونو لپاره یو پراخ پلان جوړ شوی، چې پکې د اقتصادي ودې، کاري فرصتونو، د فقر کمښت، د خصوصي سکتور ملاتړ، زیربناوو پراختیا او د چاپېریال ساتنې موخې ځای پر ځای شوې دي.



