غزه؛ خان یونس کې د حماس ځواکونو او صهیونیستي اشغالګرو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې د غزې د جنوبي خان یونس ښار په بېلابېلو برخو کې د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا د ځواکونو او صهیونیستي اشغالګرو ترمنځ خونړۍ نښتې دوام لري.

د حماس نظامي څانګې د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، د اشغالګرو پرمختګ یې په کمینونو، چاودنو و مخامخ بریدونو سره له خنډونو سره مخ کړی دی.

سیمه ییزې سرچینې وایي چې صهیونیستي پوځیان د درنو بمباریو، ټانکونو او الوتکو په مرسته هڅه کوي سیمې څخه وتښتي؛خو د مقاومت ځواکونو له لوري د تېښتې لارې پرې بندې شوي دي.

د حماس سرچینو ویلي، چې د اشغالګرو د پرمختګ مخه یې نیولې او ژمن دي چې تر وروستۍ سلګۍ پورې به د خاورې او ولس دفاع کوي.

په ورته وخت کې د صهیونیستي پوځ ویاند هم د بریدونو پخلی کړی؛ خو د خپلو تلفاتو په اړه یې جُزئیات نه دي خپاره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button