اسلام‌‎آباد محکمې د خیبرپښتونخوا د وزیر اعلیٰ د نیولو حکم صادر کړ

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلیٰ علي امین ګنډا پور پر ضد د شرابو او ناقانونه وسلو د قضیې په تړاو د اسلام‌‎آباد یوې محکمې د نیولو حکم صادر کړی دی.
د اسلام‌‎آباد د ابدائيه محکمې قاضي مبشر حسن چشتي له لوري د علي امین ګنډا پور د نیولو د تضمین وړ حکم صادر شوی، وروسته له هغې چې نوموړي د محکمې له خوا د ورکړل شوو احضاریو سره سره ځان حاضر نه کړ.
قاضي د علی امین د نه‌حاضرېدو عذر ونه‌مانه او امر یې وکړ چې هغه دې د جولای ۲۱مه محکمې ته حاضر کړل شي.
د قضیې د اورېدنې پر مهال، دولتي څارنوال محکمې ته وویل چې علی امین څو ځله غوښتل شوی، خو حاضر نه شو، چې دې کار محکمې ته غوسه وروسته او پولیسو ته یې د نيولو د عملي کولو امر وکړ.

مربوطه مطالب

Back to top button