امريکا: لاسانجلس کې پر خلکو د موټر خېژولو پېښه؛ ۳۰ تنه ټپیان، بریدکوونکی په ډزو ویشتل شوی

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د امریکا د کليفورنيا ایالت په لاسانجلس ښار کې یو ۲۹ کلن سړی، فرناندو رامیرز، له هغې وروسته چې د نایټکلب څخه د ګډوډۍ له امله وایستل شو، خپل موټر یې قصداً د خلکو په یوه ګڼې ډلې وروست. دا پېښه د شنبې په سهار نږدې دوه بجې، د ایسټ هالیووډ په سیمه کې شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۳۰ تنه ټپیان شوي، چې د اووه تنو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
د پولیسو په وینا، برید کوونکي لومړی د کلب مخې ته پر یوه خوړو خرڅوونکي هټۍ باندې موټر خيژولی او بیا یې ګڼ خلک په موټر وهلي دي.
عیني شاهدان وایي، خلکو د موټر چلونکی د ډريور له څوکۍ راکش کړ، وهلی ټکولی یې او وروسته معلومه شوه چې هغه د ډزو له امله په شاتنۍ برخه کې ټپي شوی او وروسته روغتون ته وړل شوی او د پوليسو تر کلک څار لاندې او پوليسو ويلي چې د پيښې په اړه يې څيړنې پيل کړي دي.



