غزه؛ مقاومت درې صهیونیستي ټانکونه ویجاړ، ۴ اشغالګر پوځیان وژل شوي

(کابل ټکی کام، دوشنبه ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي مقاومت حماس پوځي څانګې “القسام” لېوا اعلان کړی، چې د غزې په الشجاعیه سیمه کې یې د صهیونیستي پوځ درې «میرکافا» ټانکونه په نښه کړي دي.
سرچینې زیاتوي چې په بریدونو کې ۴ اسرائیلي عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
دغه بریدونه غزه کې د اشغالګرو د پرلهپسې وحشتونو په غچ کې ترسره شوي دي.
یاده دې وي چې شجاعیه سیمه دا مهال د درنو جګړو شاهد ده، او د اسراییلي پوځ د پرمختګ مخنیوی پکې شوی دی.



