سوریه؛ سوېدا کې خونړۍ نښتې- ۷۰۰ کسان وژل شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د سوریې په جنوب ختیځ ولایت سوېدا کې د حکومت ملاتړو وسلهوالو او مخالفو ډلو ترمنځ لا هم خونړۍ نښتې روانې دي، چې د راپورونو له مخې د تېرو ۴۸ په ترڅ کې لږ تر لږه ۷۰۰ کسان وژل شوي دي.
سیمهییزې سرچینې وايي، نښتې د تېرو څو ورځو راهیسې روانې دي، چې دواړو لوریو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده. راپورونه زیاتوي چې لا هم جګړه نه ده بنده شوې، او د ملکي وګړو ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی.
بلخوا، ځايي فعالان ادعا کوي چې په جګړه کې د سپکو او درنو وسلو تر څنګ حکومت ملاتړي وسله وال موټر بمونو څخه هم کار اخلي، چې له امله یې د ولسي وګړو ګڼ شمېر کورونه ویجاړ شوي دي.
د سوریې حکومت تر اوسه د دغې مرګژوبلې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې؛ خو د بشري حقونو څار بنسټونه دا حالت د اندېښنې وړ بولي.



