اسرائیلي رسنۍ:.نتانیاهو د خوراکي مسمومیت له امله روغتون ته وړل شوی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د صهیونستي رژیم د لومړي وزیر دفتر وايي، بنیامین نتانیاهو د خوراکي مسمومیت له امله سخت ناروغ شوی او اوس مهال په روغتون کې بستر دی.

د ټایمز اف اسراییل ورځپاڼې د راپور له مخې، سرچینې وایي چې نتانیاهو د کولمو له پړسوب او د بدن د اوبو له کمښت سره مخ دی، او دا مهال ورته په رګونو کې مایعات ورکول کېږي.

د همدې ناروغۍ له امله نوموړی د کابینې وروستۍ غونډې ته نه دی ورغلی، او تمه ده چې په څو نورو ناستو کې یې هم ګډون وځنډېږي.

سرچینو د نتانیاهو روغتیايي حالت نازک نه‌ دی بللی، خو زیاتوي چې ډاکټرانو تر جدي نظارت لاندې نیولی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button