انصارالله ملګرو ملتونو ته: اسرائیل او ملاتړي يې د سمندري خوندي تګ راتګ حق نه لري

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د یمن انصارالله غورځنګ ملګرو ملتونو ته رسماً خبر ورکړی چې دوی به په سره بحیره کې پر هغو بېړیو بریدونه روان وساتي، چې د اسرائیل سره مستقیم یا غیر مستقیم اړیکې لري او یا د دغه رژيم بندرونو ته تګ راتګ کوي. انصارالله ټینګار کړی چې دا بریدونه به تر هغه دوام وکړي، څو چې د غزې په تړانګه کې د اسرائیل پوځي یرغل پای ته ونه رسېږي.
دغې ډلې خپل دریځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا رئيس عاصم افتخار احمد او د سازمان سرمنشي انتونيو ګوتيريش ته په یو لیکلي پیغام کې وړاندې کړی دی.
انصارالله په دې پیغام کې ویلي، چې دوی د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور اصولو ته ژمن دي، خو دا اصول باید د ټولو هېوادونو لپاره یو ډول وي، نه دا چې نیواکګرو ته ځانګړی مصونیت ورکړل شي.
په پیغام کې ټینګار شوی چې د نړیوالو اوبو د تګ راتګ ازادي یوازې هغو هېوادونو ته شامله ده چې د اسرائیل له نظامي، اقتصادي یا لوژستیکي ملاتړ څخه ځان لرې ساتي.
د انصارالله له نظره، هغه هېوادونه او شرکتونه چې د صهیونستي رژيم ملاتړ کوي، د نړیوالو اوبو د آزاد تګ راتګ له اصولو څخه مستثنا دي، ځکه چې د غزې مظلوم ولس پر وړاندې د اسرائیلي یرغل د دوام مسؤلیت پر دوى هم راځي.

مربوطه مطالب

Back to top button