د غزې جګړه؛ صهیونیستي پوځ د خپل یو مهم قوماندان وژل کېدل تایید کړل

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱ زمری، ۱۴۰۴ل)
صهیونیستي پوځ تایید کړې، چې د “فلاديمير لوزا” په نامه یو مهم قوماندان یې د غزې په جنوب کې حماس جنګیالیو سره د نښتې پر مهال وژل شوی دی.
د اسراییلي پوځ په وینا، یاد قومندان د ۷۰۲۰ قطعې او د پنځمې لېوا اړوند و او د غزې په جنوبي سیمه کې د عملیاتو پر مهال له حماس ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې حماس او نورو مقاومتې ډلو له تېرو څو اوونیو راهیسې د غزه کې د اسراییلي اشغالکرو پر ضد درنې جګړې مقاومتي پیل کړې دي، چې اسراییلي پوځ ته یې درنه مرګژوبله اړولې ده.



