عبري رسنۍ: د اسرائيلي پوځ ۱۷ سلنه تلفات د خپلو نظامي بې احتياطۍ له امله شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱ زمری، ۱۴۰۴ل)
د اسرائيلي دولتي رسنۍ “هيئة البث” د يو راپور له مخې، د غزې په تړانګه کې د نظامي عملياتو له پيل راهيسې د اسرائيلي پوځ ۱۷ سلنه تلفات د هغو پېښو له امله رامنځته شوي، چې د جګړې پر مهال د خپلو تېروتنو، بېاحتياطۍ، او ناسمې همغږۍ له وجې رامنځته شوي دي.
د سرچينې په وينا، ځيني لوړپوړي نظامي چارواکي اندېښنه لري، چې د عسکرو فزيکي ستړیا او ذهني فشار د دې سبب شوی، چې د دوی چمتووالی او هوښياري ورځ تر بلې کمه شوې ده. همدا لامل دی چې د تېروتنو، شخړو، او د وسلو د ناسم استعمال پېښې ډېرې شوې، او عسکرو ته پکې مرګژوبله اوړي.
راپور زياتوي، چې د اسرائيلي پوځ مشرتابه د دې وضعيت د مهارولو هڅه کوي او کار کوي چې د عسکرو د ستړیا د کمولو او نظم د بېرته راوستلو لپاره نوې لارې چارې پلي کړي.



