غزه: د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د اسراییلي بریدونو له امله ۱۳۹ ملکيان شهیدان شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱ زمری، ۱۴۰۴ل)

د غزې روغتیایي چارواکي وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلي پوځ له لوري د غزې پر بېلابېلو سیمو خونړي بریدونه شوي، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۳۹ تنه فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د چارواکو په وینا، شهیدانو کې ۴۵ تنه هغه کسان هم شامل دي، چې د خوراکي او بشري مرستو ترلاسه کولو لپاره د مرستو د وېش مرکزونو ته راټول شوي وو.

روغتیایي سرچینې زیاتوي، چې په دغه بریدونو کې ګڼ نور کسان ټپیان شوي هم دي، او روغتونونه د درملو، وسایلو او ټپيانو د نه لرلو له امله له سخت حالت سره مخ دي.

مربوطه مطالب

Back to top button