تهران کې د افغان کډوالو د برخلیک لپاره درېجانبه ناسته کېږي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱ زمری، ۱۴۰۴ل)
د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمیشنر فیلیپو ګراندی سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د یوې درېجانبه ناستې غوښتنه کړې، چې پکې به تهران، کابل او د ملګرو ملتونو کډوالۍ اداره ګډون ولري.
په دې لیدنه کې د ایران مېشتو افغان کډوالو د وضعیت تنظیم، د نړیوالو مرستندویو ادارو د مالي همکاریو زیاتوالی، او د مخدره توکو د قاچاق مخنیوي موضوعات تر بحث لاندې نيول کېږي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، فیلیپو ګراندی ویلي چې د افغان کډوالو بیرته ستنول باید تدریجي وي، څو د افغانستان پر حکومت ناڅاپي فشار وارد نه شي.



