غزه؛ خان یونس کې ګڼو صهیونیستي پوځیان ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱ زمری، ۱۴۰۴ل)

د غزې تړانګې په خان یونس سیمه کې د مقاومت ځواکونو د صهیونیستي پوځ پر زغروالو موټر د ماین چاودنې کړې، چې له امله یې ۷ اسرائیلي پوځیان ځای پر ځای وژل شوي دي.

پېښه هغه مهال رامنځته شوې، کله چې د اسرائیلي پوځ ۶۰۵مې قطعې سرتېرو په ۳ ټانکونو کې عملیاتو ته روان وو؛ خو د مقاومت لخوا ښخ شوي ماینونو پرې چاودنه وکړه.

اسرائیلي پوځ په رسمي توګه د خپلو اوو سرتېرو د وژل کېدو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې وژل شوي کسانو د ۱۹ تر ۲۱ کلونو پورې عمرونه درلودل. دا پېښه یو له هغو درنو تلفاتو یوه ګڼل شوې، چې د غزې جګړې له پیل راهیسې یې صهیونیستي پوځ ته اوښتې دي.

د حماس او اسلامي جهاد ویاندویانو د برید مسؤلیت او ادعا یې کړې، چې په خان یونس کې یې د اشغالګرو پر ضد تازه عملیات پیل کړي دي.

د راپورونو له مخې، تر چاودنې وروسته د اسرائیلي چورلکو له خوا وژل شوي پوځیان انتقال شوي او سیمه د اشغالګرو له لوري کلابنده شوې ده.

د یادونې ده چې دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي، چې د غزې په مختلفو سیمو کې د اسرائیلي پوځ او فلسطیني مقاومت ترمنځ جګړې دوام لري او دواړه لوري یو بل ته د درنو تلفاتو اړولو ادعاوې کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button