د کابل او اسلام‌اباد نوې سوداګریزې هوکړې له مخې اته توکي له لوړو مالیاتو معاف شول

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱ زمری، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان اسلامي امارت او د پاکستان اسلامي جمهوریت د سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ د ترجیحې تعرفو تړون لاسلیک شو.

دغه تړون نن د جولای ۲۳مه، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمد الله زاهد او د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د معین جاوید پاول ترمنځ لاسلیک شو.

د هوکړې له مخې، د افغانستان له لوري پاکستان ته د انګورو، انارو، سیبانو او رومیانو پر صادراتو، او له پاکستانه افغانستان ته د آم، کینو، کیلو او الوګانو پر وارداتو باندې ګمرکي تعرفې له پخوا ۶۰ سلنې څخه ۲۷ سلنې ته راټیټيږي.

د یادونې وړ ده چې دغه تړون د ۲۰۲۵م کال د اګست له لومړۍ نېټې څخه عملي کیږي، چې د یوې مودې لپاره به نافذ وي، خو د اړتیا په صورت کې به تمدید او نور اقلام هم ورزیات شي.

دواړو لورو هیله ښودلې، چې دا ګام به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري پراخه کړي، د بزګرانو عواید زیات کړي، او د سیمې اقتصادي ثبات ته مثبته اغېزه ورسوي.

مربوطه مطالب

Back to top button