ولسمشراردوغان: حماس یو مقاومتي غورځنګ دی، نه ترهګر سازمان

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱ زمری، ۱۴۰۴ل)
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ځل بیا د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ “حماس” ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې دا غورځنګ هېڅکله هم د ترهګر سازمان په توګه نه شي منلی.
اردوغان ویلي: «زه هېڅکله حماس د یو تروریستي سازمان په توګه نه شم منلی. حماس یو مقاومتي غورځنګ دی، چې له خپلې خاورې، ولس او مقدساتو دفاع کوي.»
نوموړي دغه څرګندونې د یوه خبري کنفرانس پر مهال کړې، چې پکې یې پر نړیوالو غږ وکړ چې د فلسطیني ولس د حقونو ملاتړ وکړي او د غزې محاصره پای ته ورسوي.
د ترکیې ولسمشر زیاته کړه، چې د نړۍ ډېری ازاد او عادل ملتونه حماس د یو ملي مقاومت نماینده ډله ګڼي او د دوی مبارزه مشروع بولي.
ولسمشراردوغان وړاندې تر دې هم هم بیا، بیا، د غزې د بمبارۍ غندنه کړې، د اوربند غوښتنه یې کړې او اسرائيلي اشغال یې “جنګي جنایت” بللی دی.



