په پاکستان کې د وروستیو بارانونو له امله تازه ۱۰ تنه مړه شوي؛ ټول تلفات ۲۵۲ ته ورسېدل

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ زمری، ۱۴۰۴ل)
د پاکستان د طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې (NDMA) راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بارانونو له امله د مړو شمېر ۲۵۲ ته رسېدلی، چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ تنه نور مړه شوي دي.
راپور زیاتوي، چې د جون له ۲۶مې راهیسې تر ټولو ډېرې مرګژوبلې په پنجاب ایالت کې ثبت شوي، چې شمېر یې ۱۳۹ ته رسېږي. همداراز، ۶۱۱ تنه نور ټپیان شوي، ۱۵۱ کورونه ویجاړ شوي او ۱۲۰ څاروي له منځه تللي دي.
بل لور ته، د پنجاب او خیبر پښتونخوا ایالتونو لپاره د سختو بارانونو نوی خبرداری ورکړل شوی. NDMA له خلکو غوښتي چې له ونو، بلبورډونو او ناپایه ودانیو لرې پاتې شي، څو له احتمالي زیانونو ځان وساتي.


