په روسیه کې د ۵۰ مسافرو لرونکې الوتکه له رادار څخه ورکه شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ زمری، ۱۴۰۴ل)

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، د روسیې د ختیځ په امور سیمه کې د مسافر وړونکې الوتکې او د هوايي ترافیک د کنټرول ترمنځ اړیکه پرې شوې ده. راپورونه وايي، چې په الوتکه کې شاوخوا ۵۰ کسان سپاره وو.

د “انترفاکس” او “شات” رسنيو خبر ورکړی، چې دا پېښه د پنجشنبې په ورځ رامنځته شوې، خو تر اوسه د الوتکې د موقعیت یا د سپرو کسانو د برخلیک په اړه کوم رسمي معلومات نه‌دي خپاره شوي.

روسي چارواکو ویلي، چې د پېښې د پلټنې لپاره د بیړني غبرګون ډلې هڅې پیل کړي دي او د الوتکې د موندلو په موخه لټون روان دی.

مربوطه مطالب

Back to top button