په کابل کې د برهکي څلورلارې تر ځمکې لاندې سړک د جوړېدو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ زمری، ۱۴۰۴ل)
د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست خبر ورکړی، چې د برهکي څلورلارې تر ځمکې لاندې سړک د جوړولو چارې له ترافیک څلورلارې څخه په رسمي ډول پیل شوې. یادې چارې څه مودې وړاندې د نادریې لېسې څلورلارې له لوري پیل شوې وې.
د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، دغه پروژه په دوه برخو کې پلې کېږي. لومړۍ برخه کې د ۴۷۰ مترو په اوږدوالي، ۲۰ مترو په سور، ۵.۵ مترو په ژوروالي او د ۵۲۵ پایو په لرلو سره تر ځمکې لاندې سړک جوړېږي. دویمه برخه کې د دهن باغ څلورلارې څخه تر پروان دو څلورلارې پورې د ۷۰۰ مترو په اوږدوالي او ۴۴۰ استحکامي پایو په لرلو سره هوايي پل جوړېږي.
چارواکي وایي، د ځمکې لاندې سړک چارې به سږ کال بشپړې شي، خو د هوايي پله د جوړېدو کار به راتلونکی کال پیل شي. ښاروالۍ له ښاریانو او اړوند ادارو غوښتي چې د ترافیکي جریان او پروژې پلي کېدو په برخه کې همکاري
وکړي.



