غزه؛ تېره اوونۍ کې ګڼ شمېر صهیونیستي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ زمری، ۱۴۰۴ل)

راپورونه وایي، چې د غزې په جګړه کې د تېرې اوونۍ په اوږدو کې ګڼ شمېر صهیونیستي پوځیان د مقاومتي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي.

د سرچینو په وینا اسرائیلي پوځ ته دغه درانه تلفات د غزې په شمالي او جنوبي سیمو کې د نښتو او چاودنو په پایله کې اوښتي دي.

مقاومتي ځواکونه وايي، چې د اسرائیلي پوځ پر زغره‌والو وسایطو او پوځي قرارګاوو یې څو کمیني او توغندیز بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۴۴ صهیونیستي پوځیان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

د ویلو ده، چې صهیونیستي پوځ هم غزه کې خپل لوري ته د اوښتو تلفاتو پخلی کړی؛ خو د کره شمېرو په اړه یې د جزییاتو له ورکولو ډډه کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button