تېره ورځ نږدې ۱۴ زره مهاجرین هېواد ته راستانه شوي او له ۲۱۶۹ کورنیو سره مالي او خدماتي مرسته شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ زمری، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د تازه راپور له مخې، پرون چهارشنبه د «زمري ۱ نېټه» له بېلابېلو پولو لکه اسلامکلا، ورېښمو، سپین بولدک او تورخم څخه ۲۳۸۱ کورنۍ چې ۱۳۷۷۸ تنه کېږي، هېواد ته راستانه شوي او ثبت شوي دي. یوازې د اسلامکلا له لارې ۱۰۸۴۴ تنه او د ورېښمو له لارې ۲۳۵۶ تنه راستانه شوي دي.
د راپور له مخې، له ۲۱۶۹ کورنیو سره د مالي چارو د تنظیم کمېټو لخوا نږدې ۱.۷ میلیونه افغانۍ مرسته شوې ده، چې تر ټولو لویه برخه یې له اسلامکلا او ورېښمو له لارې راستانه شویو کورنیو ته ورکړل شوې ده. همداراز، د ټرانسپورټ کمېټو لخوا ۵۲۲ کورنۍ (۲۵۸۸ تنه) له سرحدي سیمو څخه خپلو اصلي ولایتونو ته انتقال شوي دي، چې د کرایو په توګه ورته ۱۶۰۰۰۰۰ زیاتې افغانۍ ورکړل شوې دي.
په عمومي ډول، راستانه شویو مهاجرینو ته روغتیايي، مخابراتي او عامه پوهاوي خدمات هم برابر شوي دي. په ورېښمو لار کې ۱۶۱۴ تنه مهاجرین تداوي شوي او ۵۰۵ عدده سیمکارتونه ورکړل شوي دي، پداسې حال کې چې ټولیز ډول ۷۳۷ سیمکارتونه وېشل شوي دي.
دغه راز راپور زیاتوي، چې راستانه شویو مهاجرینو ته د اسلامي نظام، وطن، زغم، تعلیم او نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړل شوی.



