کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ زمری، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، پرون یکشنبه له اسلام کلا، ورېښمو، سپین بولدک، تورخم، انګور اډې او نورو لارو څخه چې ټولې (۱۶۰۵) کورنۍ او د غړو شمېر یې (۱۱۶۰۵) کسانو ته رسېږي، په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوې دي.
د راپور له مخې، له راستنېدونکو مهاجرینو سره د اړوندو کمېټو له لوري د ثبت، بایومیټریک، لېږد، عامه پوهاوي، روغتیا، مخابراتو او مالي برخو کې خدمات ترسره شوي زياتوي چې (۱۴۱۷) کورنيو مالي مرسته ترلاسه کړې، (۳۷۹) کورنيو چې (۱۸۱۱) غړي لري، په خوندي ډول بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي، او (۳۱۳) عدده سیمکارتونه هم ورته وېشل شوي دي.


















