کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ زمری، ۱۴۰۴ل)
د نايجريا لوېديځ کې يوې مسافر وړونکې کښتۍ چې شاوخوا ۳۹ تنه پکې سپاره وو، په اوبو کې ډوبه شوې، چې له امله يې لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه شوي دي.
دا پېښه د دغه هېواد په لوېديځه سيمه کې رامنځته شوې ده، او د نايجريايي ورځپاڼې “بانش” د راپور له مخې، د قربانيانو جسدونه له اوبو راويستل شوي دي.
په مړو کې ۸ ښځې، ۳ نارينه او ۲ ماشومان شامل دي. د راپور له مخې، له ۳۹ سپرو څخه يوازې ۲۶ تنه ژغورل شوي دي، خو د پېښې د دقيقو لاملونو په اړه تر اوسه معلومات نه دي خپاره شوي.
د نايجريا په ګڼو سيمو کې خلک د تګ راتګ لپاره له سيندونو څخه د کښتیو کار اخلي، خو د امنيت ټيټه کچه، د سپرليو زياتوالی او د وسايلو زړښت د ورته پېښو اصلي عوامل ګڼل کېږي.


















