سناتور برني ساندرز: اسرائيلو په غزه کې غير قانوني جګړه او نسل‌وژنه پيل کړې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۹ زمری، ۱۴۰۴ل)

د امريکا سناتور برني ساندرز ويلي، چې د اسرائيلو حکومت په غزه کې د فلسطينيانو پر وړاندې داسې جګړه پيل کړې چې نه قانوني ده او نه هم اخلاقي، بلکې دا يوه ښکاره نسل‌وژنه ده.

نوموړي زياته کړې، چې د اسرائيلو له‌خوا ترسره شوي بې نظامي هدفه بمبارۍ د غزې له ۷۰ سلنه زيات ښارونه، ودانۍ او بنسټیزې زېربناوې له منځه وړي دي.

سناتور ساندرز وايي، د اسرائيلي بریدونو له امله تر اوسه له ۱۸ زرو زيات ماشومان وژل شوي دي، چې دا يوه لويه انساني فاجعه ده.

نوموړي ټينګار کړی، چې اسرائيل په غزه کې نسل‌وژنه، اجباري بې‌ځايه کول او د يوې لوږې سره مخ ولس له خپلې خاورې شړل، روان ساتلي دي، چې دا ټول بشري ضد جنايتونه بلل کېږي.

نوموړي وړمه ورځ له امريکا غوښتني و چې اسرائيلو سره پر ډول نظامي مرستې بندې کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button