لوګر کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه او سبسټېشن پرانیستل شول؛ سږکال د یو میلیارد ډالرو بريښنايي پروژې ډيزاین شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۹ زمری، ۱۴۰۴ل)

د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د څه‌ باندې ۳۶ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید دستګاه او ۱۲۶ میګاولټه امپیر سبسټېشن د جوړېدو پروژې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور، یوشمېر وزیرانو، د افغانستان برېښنا شرکت د اجرایوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر، د لوګر والي قاري صلاح‌الدین ایوبي، پانګوالو او مؤسسو د استازو په شتون کې پرانیستل شوې.

د برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر وویل، له دې پروژې سره به ۴۰ زره کورنۍ له برېښنا برخمنې شي، او دا د هېواد د انرژۍ خپلواکۍ پر لور یو مهم ګام دی.

هغه زیاته کړه، سږ کال د یو میلیارد ډالرو په ارزښت ۵۰ ولسواليو کې برېښنايي پروژې ډيزاين شوي چې یوه برخه یې عملي شوې او نورې به هم ژر پلې شي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په خپلو خبرو کې برېښنا د ژوند اساسي اړتیا وبلله او ویې ویل، اقتصادي پرمختګ ته د رسېدو لپاره د هېواد د ټولو ولسوالیو برېښنا کول حیاتي دي. نوموړي د افغانستان د لمریزې انرژۍ په برخه کې پر روانو هڅو هم ټینګار وکړ.

مربوطه مطالب

Back to top button