کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۹ زمری، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ریلي شبکې د پراختیا، سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا او انتقالاتو د زیاتوالي په موخه، د تورغونډۍ بندر د پراختیا او پانګونې لپاره یوه موافقتنامه او د هغې پر بنسټ یو تړون لاسلیک شو.
دغه سند د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده، د ترکمنستان د دیمیریول ګورلوشيک شرکت رئیس سردار قربانوف، او د یاد هېواد د سفیر خواجه عوضوف په حضور کې لاسليک او تبادله شول.
د لاسلیک شوې هوکړې له مخې، د تورغونډۍ ـ هرات ریلي لاین پر مسیر به د تخلیې او بارګیرۍ لپاره نوي ګودامونه، تاسیسات او اړوندې اسانتیاوې ډیزاین، جوړې او فعالې شي. یاده پروژه چې ارزښت یې ۵ میلیونه امریکایي ډالرو ته رسېږي، د ترکمنستان له لوري پانګونه پرې کېږي، خو د دواړو هېوادونو د قوانینو له مخې به پر خپلو خاورو تطبیقېږي.
د ا.ا.ا چارواکي وایي، له دې پروژې موخه د افغانستان ریلي بندرونه د نړیوالو معیارونو مطابق جوړول، د سوداګرو اړتیاوو ته ځواب ویل، د ریلي انتقالاتو پراخول او د کورنیو پانګوالو جذبول دي. ټاکل شوې چې د تاسیساتو له عوایدو څخه به د پروژې مجموعي لګښت ترکمنستاني شرکت ته ورکړل شي.
















