په پکتيا کې د ۱۵۰ زره ډالرو په لګښت د پایپ جوړونې فابريکې فعاليت پيل کړ

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ زمری، ۱۴۰۴ل)

د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د ۱۵۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت د پایپ جوړونې يوه نوې صنعتي فابريکې توليدي چارې پيل کړې.
د پکتيا د صنعت او سوداګرۍ رياست مسوولين وايي، له هغه راهيسې چې سرپرست حکومت واک ته رسېدلی، په دغه ولايت کې يې صنعت‌کارانو ته ګڼې اسانتياوې برابرې کړې دي، چې له امله يې دا مهال شاوخوا ۶۰ فابريکې د بېلابېلو توليدي توکو په برخه کې فعالې دي.
چارواکي زياتوي، هڅه کوي چې د خصوصي سکتور د ملاتړ له لارې د هېواد په کچه د توليدي چارو پراختيا ته زمينه نوره هم برابره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button