د ماشوم روزنې په اړه ۱۵ جملې

۱. د ماشوم مخکې بدې خبرې، جنجال او قهرجني صحنې مه راوړئ، ځکه دا د هغوی زړه ته ویره او ګډوډ فکر ورکوي.

۲. ماشوم ته په خپله ښه مثال واوسه، ځکه ماشومان هغه څه زده کوي چې ګوري، نه هغه چې اوري.

۳. ماشوم ته غوږ ونیسه، ځکه د هغوی کوچنۍ خبرې د ستر شخصیت بنسټ جوړوي.

۴. د ماشوم هڅونه وکړه، حتی د کوچنیو لاسته راوړنو لپاره، ځکه دا هغوی ته د باور وزرونه ورکوي.

۵. ماشوم ته وخت ورکړه، ځکه ستا حضور د هغوی لپاره تر هر لوبي، تحفې او خبرو ډېر ارزښت لري.

۷. د ماشوم پوښتنو ته له حوصلې سره ځواب ورکړه، ځکه پوښتنه د عقل دروازه ده، مه یې بندوه.

۸. د ماشوم زده‌کړې ته دوامداره پام وکړه، ځکه چې تعلیم د ماشومتوب بنسټ دی او له همدې بنسټ نه راتلونکی جوړېږي.

۹. مینه د ماشوم لپاره لکه لمر ده؛ که نه وي، شخصیت یې سوړ، بې‌اعتماده او تورتم ته نږدې شي.

۱۰. ماشوم ته بې‌شرطې مینه ورکړه، ځکه مینه هغه غږ دی چې د ماشوم زړه ته امنیت ډاډ، باور او خوشالي وربخښي.

۱۱.مبایل ماشوم ته یوازې هغه وخت ورکړه، چې هدف، وخت او څارنه یې روښانه وي، ځکه بې کنتړوله مبایل ذهن ته زیان رسوي، نه فایده.

۱۲. د ماشوم تربیه د ونې کرلو په څېر ده؛ که یې په کوچنیتوب کې سمې اوبه ورکړې، سیوری به یې په زړښت کې خوند درکړي.

۱۳. ماشوم ته دا زده کړه ورکړه چې بد کارونه ظاهراً اسان وي، خو پایله یې تل پښېماني وي؛ غوره ده تل د حق لاره وټاکي.

۱۴.د بدو او ناوړوۀ خلکو د، ملګرتیا او ورسره کیناستلو او ودرېدو څخه یې وژغورئ.

۱۵. ماشوم ته نظم ور زده کړه، ځکه منظم ژوند د بریالیتوب او ښه شخصیت پله ده.

مربوطه مطالب

Back to top button