سرایة القدس: خان یونس کې یې ګڼو صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ زمری، ۱۴۰۴ل)
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ “اسلامي جهاد” پوځي څانګې “سرایة القدس” د یوې تازه اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې ځواکونو یې د خان یونس په ختیځ کې د صهیونیستي ځواکونو پر یوه پوځي کاروان برید ترسره کړی چې په نتیجه کې ګڼ شمېر اشغالګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اعلامیې له مخې، د مقاومت ځواکونو د چاودېدونکو توکو او د ټانک ضد توغندیو په وسیله د دښمن پوځي کاروان په نښه کړی او د څو پوځي وسایطو د ویجاړېدو تر څنګ یې د ګڼو صهیونیستي عسکرو د وژل کېدو او ټپي کېدو ادعا هم کړې ده.

سرایة القدس ټینګار کړی چې دا عملیات د اشغالګرو پر ضد د دوامدارې جګړې یوه برخه ده او تر هغه وخته به د دوی بریدونه دوام لري، څو چې د فلسطین خاوره له دښمنانو پاکه نه شي او د فلسطین ولس خپل قانوني حقونه نه وي تر لاسه کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button