د غزې حکومت رسنیو دفتر: غزه کې بشري ناورین دوام لري؛ یوازې ۳۶ مرستندویه لارۍ ورسېدې، اکثریت یې لوټ او غلا شوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۲ زمری، ۱۴۰۴ل)

د غزې حکومتي رسنیو دفتر د شنبې په ورځ راپور ورکړ چې یوازې ۳۶ بشري مرستندویه موټرونه غزې ته ورسېدل، خو د امنیتي بې‌ثباتۍ له امله اکثریت یې لوټ او غلا شول. دوی وویل چې دا وضعیت د اسراییلي اشغالګرو له خوا په قصدي ډول د “ګډوډۍ او لوږې د جوړولو سیاست” برخه ده.

د غزې ورځنۍ حقیقي اړتیا لږ تر لږه ۶۰۰ موټر مرستندویه مواد او سون توکي دي تر څو د روغتیا، خدماتو او خوراکي توکو اړوند بنسټیز ژوند اړتیاوې پوره شي، خو د جګړې له امله بنسټیز تاسیسات په بشپړه توګه له منځه تللي دي.

د رسنیو دفتر پر اشغالګرو او د هغوی ملاتړو هېوادونو د بشري حقونو د جدي سرغړونې تور پورې کړ او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې سمدستي بندرونه پرانیزي او کافي مرستې، په ځانګړي ډول د ماشومانو شیدې، د غزې خلکو ته ورسوول شي.

دا ناورین د بشري ارزښتونو په وړاندې ستره ننګونه ګڼل کېږي چې د نړیوالو سازمانونو او ټولنو پاملرنې ته اړتیا لري.

مربوطه مطالب

Back to top button