غزه؛ د مقاومت ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د اسرائیلي پوځ مرکز ویجاړ شوی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ زمری، ۱۴۰۴ل)
د حماس پوځي څانګې «القسام» اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د غزې په التفاح سیمه کې د اسرائیلي پوځ د قوماندې یو مرکز په نښه کړی او په الزیتون سیمه کې یې یو زغرهوال موټر له منځه وړی، چې ټوله سپرلۍ یې وژل شوې ده.
سرچینې زیاتوي، د القسام، سراية القدس او ناصر صلاحالدین لېواګانو په ګډو عملیاتو کې د خان یونس په شمالي برخه کې د اسرائیلي پوځ د راټولېدو پر یو مرکز د درنو هاوانونو بریدونه کړي، چې دښمن ته یې درانه تلفات اړولي دي.
مقاومت ټینګار کړی چې د اشغالګرو پر وړاندې به خپلې ځپونکې جګړې ته دوام ورکوي او هدف یې د فلسطین خاوره د صهیونیستي ځواکونو له شتون څخه پاکول دي.



