یمني ځواکونو د صهیونیستي رژیم پوځي اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۶ زمری، ۱۴۰۴ل)
د یمن وسله‌والو ځواکونو اعلان کړی ،چې د اشغالي فلسطین په بېلابېلو برخو کې یې د صهیونیستي رژیم مهم پوځي اهداف په دقیقو توغندیو او ډرون بریدونو په نښه کړي دي.

د یمني پوځ د معلوماتو له مخې، دا بریدونه د غزې د خلکو د ملاتړ او د صهیونیستي رژیم د جنایاتو په غبرګون کې ترسره شوي دي.

سرچینې وایي، بریدونو کې د دښمن ځینو پوځي تأسیساتو د پام وړ تاوانونه اوښتي او رژیم اړ شوی چې په سیمه کې د خپلو الوتنو پروازونه محدود کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button