مقاومت ځواکونو د غزې بېلا بېلو سیمو کې د صهیونیستي پوځ اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۶ زمری، ۱۴۰۴ل)

د فلسطین مقاومتي ډلو د اشغالګرو صهیونیستانو پر وړاندې خپلو ځپونکو عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د قسام سرچینو “المیادین” تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې د حی التفاح په سیمه کې یې د تاندوم راکټ په وسیله یوه اسرائیلي شوبله په نښه او له منځه وړې ده.

له بلې خوا، د سرایة القدس ځواکونو په خان یونس کې د اشغالګر پوځ یو ټانک د ثاقب ماین په وسیله الوځولی دی.

په ورته مهال د قسام او سرایة القدس ځواکونو په ګډه د اشغالګر د پوځ پر یوې پوځي اډې د هاوانونو بریدونه کړي دي.

دغه راز، سرایة القدس د الناصر” لېوا سره په ګډه خان یونس کې پر هغو کورونو توغندیز بریدونه کړي، چې د اشغالګرو پوځیانو پناه ځایونه ګڼل کېدل.

مربوطه مطالب

Back to top button