هرات کې د ۷ میلیونه ډالرو په لګښت د اوسپنې ویلې کولو فابریکه فعاليت پيل کړ

کابل ټکی کام (پنجشبه، ۱۶ زمری، ۱۴۰۴ل)

 د هرات ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د خصوصي پانګونې په ترڅ کې د اوسپنې ویلې کولو یوې نوې فابریکې په فعاليت پيل وکړ.

 د فابریکې د مسؤلینو په وینا، دا فابريکه د ۷ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.

د فابریکې رئیس وایي، چې دا تولیدي فابريکه د ورځې ۱۵۰ ټنه سیخ او بېلابېل ډولونه اوسپنه تولیدولی شي، او ډېر ژر به یې د تولید دوهمه کرښه هم فعاله شي.

د فابریکې مسؤلین زیاتوي، چې د دې پانګونې اصلي هدف د کارموندنې زمینه برابرول دي، څو هېواد ته تازه راستانه شوي افغانان په کې کاري فرصتونه ومومي.

مربوطه مطالب

Back to top button