کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۶ زمری، ۱۴۰۴ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” د صهیونیستي رژیم پر لومړي وزیر بن یامین نتنياهو سختې نیوکې کړې دي. هغه ویلي، نتنياهو په غزه کې د روانې پېړۍ تر ټولو ستر ظلمونه ترسره کړي دي او ژمنه یې کړې، چې د محاکمې مېز ته به یې راکاږي.
ولسمشراردوغان زیاتوي: د نتنياهو دغه وحشیانه کړنې به د انسانیت په تاریخ کې د شرم یوه توره پاڼه وي، او دی به د “غزې د قصاب” په نوم وپېژندل شي.
د ویلو ده، چې د ترکیې ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په غزه د صهیونیستي رژیم خونړي بریدونه لا هم روان دي، چې زرګونه ملکیان پکې شهیدان، زرګونه ټپیان او میلیونونه نور د لوږې له خطر سره مخ دي.


















