په غزني کې د ۲.۵ میلیونه ډالرو په لګښت د غنمو د اوړو معیاري کارخونه پرانیستل شوه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۹ زمری، ۱۴۰۴ل)

د غزني ولایت په مرکز کې د ۲.۵ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د غنمو د اوړو د تولید یوه معیاري کارخونه پرانیستل شوه.

د ځايي مسوولینو په وینا، دغه کارخونه د یوه ملي پانګه‌وال له خوا پر ۶ جریبه ځمکه او په ۵ پوړیزه ودانۍ کې د ۱۴ میاشتو په موده کې جوړه شوې ده.

یاده کارخونه په ورځني ډول د ۲۵۰ ټنه اوړو د تولید ظرفیت لري.

د کارخونې مسوولین وايي چې د دې پروژې موخه په سیمه کې د بیکارۍ او فقر کمول او د ځوانانو لپاره د کار زمینې برابرول دي.

مربوطه مطالب

Back to top button