کندهار کې د ۱۶.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د چکډیم د جوړولو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (کندهار، ۱۴۰۴ زمری ۱۹):

د کندهار ولایت په خاکرېز ولسوالۍ کې د ۱۶.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه اساسي چکډیم د جوړولو چارې پیل شوې دي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وایي، چې دغه چکډیم د کرنې، اوبولګولو او د کانونو او پټرولیم ریاستونو په ګډ مالي ملاتړ، او د کرنې ریاست په تخنیکي همکارۍ د یادې ولسوالۍ د چنار په سیمه کې جوړېږي.

مسوولین وايي، د چکډیم له جوړېدو سره به د سیمې د کرنیزو ځمکو خړوبېدو اسانتیاوې برابرې او د اوبو د تنظیم په برخه کې مهم بدلون رامنځته شي.

مربوطه مطالب

Back to top button