سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

د نړۍ لس مشهورې ښځینه جاسوسانې!

ح جلال نشرونکی: ح جلال
اگست 10, 2025
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
16
ځلې شریک شوی
201
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

ژباړه: خوشال درانی
د جاسوسۍ تاریخ راته معلوم نه‌دی، چې کله پیل شوې او لومړۍ دغه کار کوم دولت کړی؟ خو د تاریخ په اوږدو کې هر دولت د هېواد دننه او بهر خپل جاسوسان ساتلي او د خپلو گټو د خوندي کولو لپاره یې له دوی څخه کار اخیستی. د جاسوسۍ لپاره سړي او ښځې دواړه کارېدلي. د وخت په تېرېدو په جاسوسۍ کې هم بدلون راغلی او اوس د نړۍ پرمختللي هېوادونه له عصري ټېکنالوجۍ څخه په گټه اخیستنې د جاسوسۍ کارونه پرمخ وړي. د تاریخ په اوږدو کې ځوانې ښځې د زبر ځواک دولتونو له‌خوا د جاسوسۍ لپاره د یوې وسیلې په توگه کارېدلې او ددغه کار لپاره یې د هېواد ښایسته او ښکلې نجونې کارولي دي.
زیات سړي د ښځو پر وړاندې مقاومت نه‌شي کولی او دغو ښځو هم د همدغه ټکي څخه په گټنه له دوی څخه ډېر پټ رازونه راسپړلي دي. زیاتې ښځینه جاسوسانې په خپل وخت کې نوموتې ښایسته ښځې وې او دغو ښځو له خپل ښایست، ادا، چالاکۍ او هوښیارۍ څخه د نورو دولتونو د استخباراتو کارکوونکو سره اړیکې ساتلي او ددوی رازونه یې خپل دولت ته سپارلي دي. جاسوسي اوس هم روانه ده او دغه کار لا پای ته نه‌دی رسېدلی. اوس هم کله نا کله اورو، لولو او وینو چې په ځینو هېوادونو کې خلک د جاسوسۍ په تور نیول کېږي او د جاسوسۍ کولو له امله یا اعدامېږي او یا کومه بله سزا ورکول کېږي. له بده مرغه په افغانستان کې دغه شمېره بېخي لوړه ده او څو میاشتې مخکې د مخابراتو او ټېکنالوجۍ وزیر ایران ته د جاسوسۍ کولو په تور له دندې گوښه شو. وخت نا وخت دلته زیات لوړ پوړي چارواکي بهرنیو هېوادونو ته په جاسوسۍ کولو تورن شوي. دا چې قانون یوازې پر کتاب لیکل شوی؛ نو ددوی په اړه هېڅ څېړنه نه کېږي او نه یې څوک پوښتنه کوي. دلته د ښځینه مشهورو جاسوسانو پېژندنه ده او ددوی په اړه لنډ معلومات دي.
۱ـ بیل پویډ(۱۸۴۴ـ ۱۹۰۰ز) د امریکا په کورنۍ جگړه کې د جاسوسۍ کولو لپاره وگومارل شوه. پویډ خپل شعار« تر اخري سلگۍ خپل هېواد ته خدمت کوم» ورکاوه. دې د سویلي امریکا له جنگیالیو سره مرسته کوله او په ۱۸۶۲ ز کال کې د اتلس کلنۍ په عمر د جاسوسۍ په تور ونیول شوه.
۲ـ پاولینا کوشمن (۱۸۳۳ـ ۱۸۹۳ز) د امریکا په کورنۍ جگړه کې د شمالي امریکا له جنگیالیو سره د مرستې په تور ونیول شوه او محکمې پرې د اعدام حکم وکړ؛ خو وروسته یې د اعدام حکم لغوه شو او له اعدام کولو بچ شوه.
۳ـ یوشیکو کافاشیما (۱۹۰۷ ـ ۱۹۴۸ز) دا د جاپان د شاهي کورنۍ غړې وه او په جاپان کې تراوسه د ښځینه جاسوسې په نامه شهرت لري.
۴ـ ایمي الیزابیټ(۱۹۱۰ز) امریکايي ډیپلوماټه وه، چې د ټېلیفوني اړیکو او د عشقي عبارتونو په وسیله یې په واشنگټن کې له ایټالوي او فرانسوي ډیپلوماټانو سره اړیکې نیولې. دې وکولی شول، چې د خپل هېواد «امریکا» لپاره د ایټالیې او فرانسې پټ اسناد غلا کړي. دې له خپلو ټولو چلونو څخه کار واخیست او د فرانسې د سفیر له المارۍ یې ټول اسناد له ځان سره یوړل.
۵ـ گابریلا گاسټ( ۱۹۴۳ ز) دا د لویدیځ فدرالي المان د امنیتي سیستم کارکوونکې وه او په ختیځ المان کې یې د خپل عاشق لپاره جاسوسي کوله. گاسټ په ۱۹۹۰ زکال کې ونیول شوه او تر ۱۹۹۸ ز کال پورې زندن کې وه.
۶ـ روټ فیرنر (۱۹۰۸ ـ ۲۰۰۰ ز) فیرنر روسۍ کمونېسته وه او په ۱۹۳۰ ز کال کې د جاسوسۍ لپاره چین ته ولاړه. وروسته یې په انگلستان کې د جاسوسۍ شبکه جوړه کړه؛ خو په ۱۹۴۹ زکال کې یې دغه شبکه رسوا شوه او د المان برلین ته وتښتېده. په ۱۹۵۰ز کال کې یې د روسیې د اطلاعاتو برخې سره خپله همکاري پرې کړه؛ خو روسي چارواکي غټه رتبه ورکړه.
۷ ـ فیولیتا جابو (۱۹۲۱ ـ ۱۹۴۴ ز) جابو انگرېزه جاسوسه وه او د دویمې نړیوالې جگړې د پای ته رسېدو وروسته فرانسې ته ولاړه. دې وکولی شول چې د خپلې مخفي ډلې پر مټ د جرمني دولت ډېر کارکوونکي ووژني او یا یې ژوندي ونیسي. په انگلستان کې دویمه ښځه ده، چې په ۱۹۴۶ز کال کې یې د «جورجیاس صلیب» مډال گټلی دی.
۸ـ وزیفینا بیکر (۱۹۰۶ ـ ۱۹۷۵ز) دا د سندرغاړي پلار او له وینځې موره زېږیدلې وه. دا چې دوی تور پوستي یهودان وو او امریکا کې ښه چلند ورسره نه کېده، نو فرانسې ته ولاړه. خو فرانسه کې ورسره انساني سلوک وشو او د فرانسې مینه یې په زړه کې ځای شوه. دې د فرانسې او المان په جگړه کې د فرانسویانو لپاره جاسوسي کوله. ددې د ښو فعالیتونو له امله فرانسې د المان پر وړاندې جگړه وگټله او فرانسې د لومړي ځل لپاره یوې غیر فرانسوۍ مېرمنې ته مډال ورکړ.
۹ـ نینسي ویک ( ۱۹۱۲ز) ویک په ۱۹۱۲ز کال کې په نیوزیلنډ کې وزېږېده او وروسته نیویارک ته ولاړه. بیا اروپا ته راغله، خو د دویمې نړیوالې جگړې په بهیر کې فرانسې ته راغله او د خپل فرانسوي مېړه سره یې یو ځای د المانیانو پر وړاندې جگړه پیل کړه. د فرانسوي ځواکونو له ماتې وروسته انگلستان ته وتښتېده او هلته یې د جاسوسۍ زده کړې وکړې او په ۱۹۴۴ ز کال بېرته فرانسې ته ولاړه، چې د المان پر وړاندې د فرانسې په جگړه کې برخه واخلي. د المان دولت د ویک پر سر دوه میلیونه ډالر جایزه وټاکله، چې یا یې ژوندۍ ونیسي او یا یې مړه کړي. ویک ته پنځو هېوادونو امریکا، فرانسې، انگلستان، اسټرالیا او نیوزیلنډ د ښو کارونو په بدل کې جایزې ورکړې.
۱۰ ـ مارگارټ گرټروډ رزله: په ۱۸۷۶ زکال کې په ټوله فرانسه کې په نڅا مشهوره وه. دا د المان د مخفي ځواکونو جاسوسه وه. دې د فرانسې پټ معلومات المان ته ورکول. په ۱۹۱۷ ز کال د اکټوبر پر ۱۵ افشا شوه او په ډزو سره ووژل شوه.

مخکینې مطلب

اسراییلي رسنۍ: د غزې شمال کې یې ۵ پوځیان وژل شوي

بل مطلب

کندهار کې د ۱۶.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د چکډیم د جوړولو چارې پیل شوې

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com