کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۰ زمری، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر عبدالملک حوثي په خپلو تازه څرګندونو کې یوځل بیا د اسلامي نړۍ مشران او ملتونه د غزې د ملاتړ لپاره راوبلل.
نوموړي وویل، د غزې د مظلوم ولس پر وړاندې د صهیونیستي رژیم وحشت یوازې غزه کې محدود نه پاتې کېږي، بلکې که پر وخت یې مخه ونه نیول شي، دا اور به د ټولو اسلامي هېوادونو تر ماڼیو او ښارونو ورسېږي.
حوثي د غزې د اوسېدونکو قربانۍ د امت لپاره د عزت او غیرت بیلګه وبلله او زیاته یې کړه، چې د فلسطین ملاتړ د ایمان، شرافت او د اسلامي ورورولۍ غوښتنه ده.
هغه له اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې په عملي ګامونو د فلسطین د قضیې ملاتړ وکړي او د صهیونیستي رژیم د وحشتونو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.

















