کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۰ زمری، ۱۴۰۴ل)
په غزې د صهیونیستي ريژیم په تازه هوایي بریدونو کې د الجزیرې تلویزیوني شبکې پېژندل شوی خبریال انس شریف شهید شوی دی. سرچینو خبر ورکړی، چې برید د الشفا روغتون ترڅنګ پر هغې خیمې ترسره شوی، چې خبریالان پکې اوسېدل. انس الشريف ۲۸ کلن و او په غزې د اسرائیلو د بریدونو له پیل راهیسې یې په خورا زړورتوب د صهیونیستي ريژیم جنایتونه مستند او تر نړۍ ورسول.
الجزیرې دغه برید د خبري آزادۍ پر ضد برید بللی او صهیونیستي ريژیم یې تورن کړی، چې هڅه کوي د خبریالانو په وژلو خپل جنایتونه د نړۍ له سترګو پټ کړي په ورته مهال د خبریالانو د ساتنې نړیوال سازمان هم د شریف وژل کېدل غندلي دي.

















