کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۰ زمری، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د بشري حقونو د څانګې وروستی راپور غرضناک او له واقعیت څخه لرې بللی دی.
راپور کې ویل شوي چې ګواکې له ایران او پاکستان څخه جبراً راستانه شوي افغان مهاجرین له شکنجې، خپلسرې نیونې او امنیتي ګواښونو سره مخ دي، خو د اسلامي امارت د څېړنیز کمیسیون موندنې ښيي چې راپور د محدودو مواردو پر بنسټ جوړ شوی او مثبت اړخونه یې له پامه غورځولي دي.
د کمیسیون د څېړنو له مخې، یوناما راپور یوازې له ۴۹ کسانو سره د مرکې پر بنسټ ترتیب شوی، حال دا چې په میلیونونو افغانان په امن او باعزته ډول هېواد ته ستانه شوي دي.
همداراز په راپور کې کارول شوي اصطلاحات سیاسي رنګ لري او د بېطرفۍ اصل تر پوښتنې لاندې راولي. کمیسیون زیاتوي چې ډېری ادعاوې د شواهدو او دقیقو جزئیاتو پرته وړاندې شوي دي.
د صفر المظفر میاشتې په ۱۱مه نېټه د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې د موظف کمیسیون د غړو له لورې د یوناما د اړوند برخې مسئولین راوغوښتل شول، او پورتني موارد په صراحت ور سره شريک شول او ټینګار وشو چې د راپور ورکولو پر اوسنۍ طريقې جدي بياکتنه وکړي او د يادو شويو علمي او مسلکي نيمګړتياوو د تصحيح په موخه عملي ګامونه واخلي او د ورته سرغړونو د دوام په صورت کې نظام خپل مکلفيت بولي چې د اذهانو د مغشوشولو په نيت د ورته بېبنسټه راپورونو په تړاو مناسب اقدام وکړي.


















