د غور ولايت د دینپالو او بااحساسه خلکو مرسته د غزې اړمنو ته ورسېده

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۰ زمری، ۱۴۰۴ل)
د غور ولایت د دینپالو او بااحساسه خلکو وروستۍ مرسته د افغان ملاتړ بنسټ له لوري د غزې مظلوم ولس ته ورسېده.
د یاد بنسټ مسوولینو ویلي، چې دغه مرسته د نغدو پیسو، د څښلو پاکو اوبو، اوړو، خرما، د سپین ږیرو، ټپیانو او زیات عمر لرونکو کسانو لپاره ځانګړو نغدي مرستو، او د سوء تغذیې له خطر سره مخ ماشومانو لپاره د شیدو له مرستو جوړه وه.
د افغان ملاتړ بنسټ په وینا، غزه دا مهال د نړۍ تر ټولو ستر بشري ناورین سره مخ ده، چې له امله یې له دوو سوو څخه زیات ماشومان د لوږې له کبله مړه شوي او لسګونه زره نور د مړینې له مستقیم ګواښ سره مخ دي.
دوی زیاته کړې، چې اشغالګر اسرائيلي ځواکونه د خوراکي او طبي توکو د ننوتو مخه نیسي، څو د ولس کړاوونه نور هم زیات کړي، خو د افغان ملاتړ بنسټ ژمن دی چې د خلکو هره مرسته په بشپړ امانت اړو کورنیو ته ورسوي.
د یاد بنسټ مسوولینو د هېواد له ټولو خلکو غوښتنه کړې چې د غور د خلکو له دې خیر ښېګڼې څخه الهام واخلي او خپلې مرستې د افغان ملاتړ بنسټ له لارې د غزې مظلوم ولس ته ورسوي.



