په کاپیسا کې دوه ځوانانو د C-130 ډول الوتکه جوړه کړې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۰ زمری، ۱۴۰۴ل)
د کاپیسا ولایت دوه ځوانانو د C-130 ډول یوه الوتکه جوړه کړې چې په سیګنال ګډوډو سیمو کې هم تر ۷۰۰ مترو پورې د انځور اخیستنې وړتیا لري.
د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې نن د یادې الوتکې د جوړوونکو برکتالله اکبري او احمد شجاع اکبري د هڅو د قدردانۍ په موخه غونډه جوړه شوې وه چې پکې ځايي مسؤولینو او ګڼو ځوانانو ګډون کړی و.
د ریاست مسول مولوي کریمالله وثیق د دوی ابتکار د هېواد په کچه مهم ګام بللی او د لا ملاتړ ډاډ یې ورکړی.
د الوتکې جوړونکو په وینا، دا الوتکه په ۳۵ زره افغانۍ د اته میاشتو په موده کې جوړه شوې، تر ۱ کیلومتره لوړ او ۵۰۰ متره شعاع کې الوت کولی شي او د ۳۰ دقیقو د پرواز وړتیا لري.
د دوی نوښت د خلکو او چارواکو له خوا د تود هرکلي سره مخ شوی دی.



