د کار او ټولنیزو چارو وزارت: ‏۱۸۰۰ نوي راستنېدونکي افغان کارګران قطر ته لېږل کېږي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۱ زمری، ۱۴۰۴ل)

 د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی چې دا ځل به په ۲۳ نویو حرفو کې ۱۸۰۰ مسلکي او تخصصي افغان کارګران د قطر شاهي هېواد ته واستول شي. دغه چانس یوازې هغو هېوادوالو ته ورکول کېږي چې په تېرو دوو کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي وي.

د وزارت په وینا، نوم‌لیکنه به یوازې د یوې ورځې لپاره، د روان کال د زمري په ۲۲مه (چهارشنبه) د کابل، ننګرهار، کندهار او هرات ولایتونو په ټاکل شوو مرکزونو کې تر سره کېږي. غوښتونکي باید د خپل راستنېدو د ثبوت سند، تحصیلي، مسلکي او تجربوي اسناد له ځان سره ولري. د نوم‌لیکنې فورمې بیه سل افغانۍ ټاکل شوې ده.

ټولګټو وزارت وايي، ياد بستونه په بېلابېلو برخو لکه مالي، پانګه‌اچونه، انجینري، حقوقي چارو، ساختماني کار، موټرو ترمیم، برقي موټرو میخانیکي، خوراکي خدماتو، پلور او نورو برخو کې دي.

وزارت ټینګار کړی چې یوازې نوي راستنېدونکي هېوادوال کولای شي نوم‌لیکنه وکړي او د اړوند ولایت یا نږدې زون مرکز ته مراجعه وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button