د صنعت او سوداګرۍ د وزیر په مشرۍ افغان پلاوی د قرغیزستان اقتصادي فوروم ته ولاړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۱ زمری، ۱۴۰۴ل)
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی د قرغیزستان جمهوریت په رسمي بلنه د اقتصادي فوروم په ګډون ياد هېواد ته سفر کړی دی. دغه سفر پرون مازیګر د زمري په ۲۰مه ترسره شوی دی.
د وزارت په وینا، افغان پلاوی به د اقتصادي فوروم ترڅنګ له بېلابېلو هېوادونو د استازو سره دوه اړخیزې لیدنې ولري او د پروګرام په یوه ځانګړې ناستې (پنل) کې به وینا هم وکړي.
یاد فوروم د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په اړه د نظرونو او تجربو د تبادلې، او د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم فرصت بلل کېږي.



