د ملابرادر او اسلامي امارت د لوړپوړو مسئولینو په شتون کې د هرات پاشدان بند پرانیستل شو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۳ زمری، ۱۴۰۴ل)

د اسلامي امارت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور او د اسلامي امارت یو شمېر نورو لوړپوړو مسوولینو په شتون کې د هرات د کرخ ولسوالۍ د پادشدان بند پرانيستل شو.
دغه بند د ۱۱۷ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت له ملي بودیجې جوړ شوی او د ۵۴ میلیونه متره مکعب اوبو د زیرمه کولو وړتیا لري.
مسولين وايي، ياد بند د ۱۳ زره هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو او شاوخوا دوه میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه ویلي چې د پاشدان بند پرانیستل د هرات د کرنې او انرژۍ په برخه کې د پرمختګ لپاره مهم ګام دی.

مربوطه مطالب

Back to top button