دوشنبه, فبروري 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د فتحي او د ازادۍ په ورځ بايد موږ څه وکړو ؟ 

ح جلال نشرونکی: ح جلال
اگست 14, 2025
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
13
ځلې شریک شوی
162
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

مفتي رشيد احمد انقيادي

دا چې ۲۴ د زمري د افغانستان اسلامي امارت د فتحي ورځ ده په دې ورځو کې د شريعت چې کومي غوښتني و موږ ته متوجه دي د هغو غوښتنو په لړ کې دا يو څو غوښتني ستاسو درانه حضور ته وړاندي کوم.الله ج دي موږ ټولو ته د شريعت د احکامو سره سم عمل کولو توفيق راکړي. آمين

 (۱) ددې شکر ادا کول حتی د شکرانې لپاره نوافل او ختمونه کول چې الله ج موږ په يو داسي فتحه او داسي نظام ونازولو چې هيڅ چا يې تصور نه سو کولای.

(۲) د افغانستان د ټولو سرحداتو د حفاظت ، د ټينګښت او مضبوطۍ لپاره د الله ج دربار ته خاصه توجه کول او د الله ج څخه په ډيره عاجزي غوښتنه کول.

دا هم ولولئ

اسلامي امارت: د شوروي لښکرو د ماتې ورځ د افغان ملت تاریخ کې ویاړمنه ورځ ده

ذبيح الله مجاهد: د بندیزونو تمديد تکراري او ناکامه تجربه ده

ټرمپ: عربي هېوادونه دې له اسرائیلو سره خپلې اړېکې ښکاره کړي

(۳) هغه شهيدان، زخميان مجاهدين ټول هغه اولسي خلک چې زموږ سره يې په دې لاره کې هر رنګه قربانۍ ورکړې او د هغوی کورنی په خپلو خاصو دعاګانو کې یاد ساتل.

(۴) د شهيدانو کورنۍ، زخميانو او د سنګر په ګردو لړليو مجاهدينو د کورنيو مراعت کول او د هغوی مشکلاتو ته د خپل توان تر حده رسيدګي کول.

(۵)د شهيدانو، زخميانو کونډيانو او هغه خويندو (چې زموږ لپاره به يی خپل د غاړي زر خرڅول او مهمات به يې راته رانيول) ارمانونو پوره کول د هغوی سره خيانت نه کول.

(۶) ټول مجاهدين، اولس او د حکومتي ادارو مامورين بايد خپل تر منځ هر رنګه اختلافاتو ته د پای ټکی کښیږدي او تر هر رنګه شخصي منافعو تېر سي اسلام او وطن ته په اتفاق سره د لا ښه خدمت کولو عزم وکړي.

(۷) ملت او چارواکي او د افغانستان ټول وګړي بايد د ملک د ترقۍ او د امن د استحکام لپاره شپه او ورځ کار وکړي او هر يو خپل مسؤليت پکې ادا کړي.

(۸) د فتحي او د ازادۍ د ورځو د لمانځلو سره سره بايد موږ خپل د دين او وطن ټولو سرحداتو حفاظت ته ځانونه جوګه کړو په همدې سلسله هر هغه څوک چې د افغانستان د اسلامي نظام په وړاندي خنډ کيږي هغه که هر څوک وي او که په هر نامه وي، د هرې طبقې کسان بايد د هغو څخه خپله بې زاري اعلان کړو هغوی و خپل صف ته را وبولو که څوک نه راځي د هغوی سره د شريعت د احکامو سره سم چلند وکړو.

(۹)د فتحي او د ازادۍ د ورځي د لمانځلو لپاره د خوشحالۍ محفلونو او جشنونو جوړولو کې بايد دې ټکي ته ډير متوجه اوسو چې د شريعت خلاف کوم غير شرعي عمل را څخه ونسي چې هغه مو د شکر پر ځای د ناشکري او د الله ج د ناراضۍ سبب وګرځي هغه که هر عمل وي که لوئ وي او کوچنۍ د شريعت خلاف د ټولو اعمالو څخه بايد ځانونه وساتو خصوصا اولسي وګړو ته د تکلیف څخه بايد په جدي توګه ځان وساتو.

 (۱۰) د فتحي او د ازادۍ د ورځي په لمانځلو کې بايد خپل ځوان نسل او راتلونکي نسل ته خپل د وطن د نامتو مجاهدینو او نامتو مشرانو او د ازادۍ په لار کې د قربانیانو مکمل معلومات وړاندي کړو او د هغوی پر فکرونو داسي کار وکړو چې که هر هر څوک هر وخت افغانستان اشغالوي بايد دوی يې په مقابل مکمل آماده وي او د دفاع فکر يې په مغزو کې جوړ وي او د اسلام او وطن د دښمنانو د تبليغاتو تر تاثير لاندي را نسي.

(۱۱) د ازادۍ او د فتحي ورځي په لمانځلو کې بايد خپل د جهاد اصلي هدف ته ډير متوجه اوسو او په کوم عزم و اراده چې مو دا جهاد کړی دی بايد هغه عزم او اراده راسره قوي پاته وي او په دې لاره کې چې کومي کمزورياني راڅخه سوي وي هغه بايد اصلاح کړو او کوم فرصتونه مو چې ضايع کړي دي د هغوی پر ضايع کېدو پښيمانه سو او د لاسته راوړلو په لټه کې اوسو.

(۱۲) دا چې په عموم کې د جهاد هدف د الله ج د کلمې لوړوالی دی نو بايد د الله ج کلمه لوړه کړو او ټول مسلمانان پر ديني احکامو باندي خپله هم عمل وکړو او کورنۍ او ماتحت ته هم پر‌ ديني احکامو د عمل کولو امر وکړو او د شرعي احکامو د تحفظ او تبليغ(رسولو) لپاره خپل توان سره سم ګټور کوششونه او اقدامات وکړو.

(۱۳) دا چې الله ج موږ پر اسلامي شرعي احکامو باندي د ښه عمل کولو لپاره په يو مستقل آزاد افغانستان او په يو ازاد اسلامي نظام و نازولو نو که مو تر اوسه په دې لاره کې کومه کمزوري کړې وي بايد د اوس څخه بيا دا تعهد وکړو چې نور به خپل ژوند ټول د الله ج د شريعت داحکامو سره سم تېروو او د الله ج د دې راکړل سوي نعمت به ډېر قدر کوو د ناشکري او شکايتونو څخه به ځان ساتو ان شاء الله.

مخکینې مطلب

د ملابرادر او اسلامي امارت د لوړپوړو مسئولینو په شتون کې د هرات پاشدان بند پرانیستل شو

بل مطلب

د ایټالیا په لامپیدوسا ټاپو کې د کډوالو کښتیو ډوبېدو پېښه کې ۲۶ تنه مړه شوي

ځانګړي مطالب

افغانستان

اسلامي امارت: د شوروي لښکرو د ماتې ورځ د افغان ملت تاریخ کې ویاړمنه ورځ ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 15, 2026
افغانستان

ذبيح الله مجاهد: د بندیزونو تمديد تکراري او ناکامه تجربه ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026
خبرونه

ټرمپ: عربي هېوادونه دې له اسرائیلو سره خپلې اړېکې ښکاره کړي

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026
افغانستان

د جمعي امنیت تړون سازمان لخوا له افغانستان څخه د امنیتي اندېښنو ادعا؛ ذبیح الله مجاهد د تعامل او همکارۍ پر زیاتېدو ټینګار کړی

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026
خبرونه

ابوعبیده: مقاومت طوفان الأقصی جګړه کې تاریخي استقامت ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026

وروستي

اسلامي امارت: د شوروي لښکرو د ماتې ورځ د افغان ملت تاریخ کې ویاړمنه ورځ ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 15, 2026
0

د روسیې دفاع وزارت وايي، تېره شپه يې د اوکراين ۶۸ بې‌پيلوټه الوتکې نسکورې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 15, 2026
0

اسعد الشيباني: د داعش پر ضد جګړه او مبارزه د دمشق او بغداد ګډ مسؤلیت دی

نشرونکی: ح جلال
فبروري 15, 2026
0

نن د سلواغې ۲۶؛ له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۷مه کلیزه ده

نشرونکی: ح جلال
فبروري 15, 2026
0

اسراییلي اشغالګرو د لبنان په جنوب کې پر څو هدفونو هوايي بریدونه کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 15, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: د حیرتان بندر له لارې ۴۸ ټنه بې‌کیفیته سمنټ بېرته وګرځول شول

نشرونکی: ح جلال
فبروري 14, 2026
0

ذبيح الله مجاهد: د بندیزونو تمديد تکراري او ناکامه تجربه ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۶۹۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
فبروري 14, 2026
0

ټرمپ: عربي هېوادونه دې له اسرائیلو سره خپلې اړېکې ښکاره کړي

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026
0

د افغان او داغستاني سوداګرو ترمنځ د ۱.۵ میلیونه ډالرو سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

نشرونکی: ح جلال
فبروري 14, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د روسیې دفاع وزارت وايي، تېره شپه يې د اوکراين ۶۸ بې‌پيلوټه الوتکې نسکورې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • نن د سلواغې ۲۶؛ له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۷مه کلیزه ده

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • اسراییلي اشغالګرو د لبنان په جنوب کې پر څو هدفونو هوايي بریدونه کړي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • اسلامي امارت: د شوروي لښکرو د ماتې ورځ د افغان ملت تاریخ کې ویاړمنه ورځ ده

    5 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 1
  • اسعد الشيباني: د داعش پر ضد جګړه او مبارزه د دمشق او بغداد ګډ مسؤلیت دی

    5 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 1
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

اسلامي امارت: د شوروي لښکرو د ماتې ورځ د افغان ملت تاریخ کې ویاړمنه ورځ ده

د روسیې دفاع وزارت وايي، تېره شپه يې د اوکراين ۶۸ بې‌پيلوټه الوتکې نسکورې کړي

اسعد الشيباني: د داعش پر ضد جګړه او مبارزه د دمشق او بغداد ګډ مسؤلیت دی

نن د سلواغې ۲۶؛ له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۷مه کلیزه ده

اسراییلي اشغالګرو د لبنان په جنوب کې پر څو هدفونو هوايي بریدونه کړي

د معیار او کیفیت اداره: د حیرتان بندر له لارې ۴۸ ټنه بې‌کیفیته سمنټ بېرته وګرځول شول

ذبيح الله مجاهد: د بندیزونو تمديد تکراري او ناکامه تجربه ده

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۶۹۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ټرمپ: عربي هېوادونه دې له اسرائیلو سره خپلې اړېکې ښکاره کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com