اقتصادي معاونیت: په افغانستان کې ۲۹ لوی او ۱۷۵ کوچني کانونه تر کیندنې لاندې دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ زمری، ۱۴۰۴ل)
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، اوسمهال په ټول هېواد کې د لوی مقیاس ۲۹ او د کوچني مقیاس ۱۷۵ کانونو د اکتشاف او کیندنې چارې پر مخ روانې دي.
د یادې سرچینې په وینا، په دغو کانونو کې د سرپنټین، کرومایټ، تالک، سره زر، ګچ، چونه، مالګه، سرب، جست، ډبرو سکاره او ګڼ نور منرالونه شامل دي.
معاونیت زیاتوي، چې د دغو پروژو له لارې نږدې ۱۷۰ زره هېوادوال په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کار بوخت دي.
د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت له بیا راتګ وروسته د کانونو د کیندنې چارې قانوني شوي او د کورنیو پانګهوالو ترڅنګ بهرنۍ کمپنۍ هم په دې برخه کې میلیونونه ډالره پانګونه کړې ده.



