مصر: د «لویې اسرائيل» پارونکې خبرې ردوو؛ د فلسطينيانو د خپلواکۍ او حقونو ملاتړ کوو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۷ زمری، ۱۴۰۴ل)

د مصر د بهرنيو چارو وزير بدر عبدالعاطي د اسرایيلو هغه وروستۍ څرګندونې چې په کې يې د «لويې اسرائيل» د جوړېدو څرګندونې کړي، سختې او بې‌مسؤوليته بللې او په کلکه يې غندلي دي.

نوموړي ويلي، مصر به د فلسطين د ولس تر څنګ ولاړ وي او د هغوی له قانوني او مشروع مبارزې څخه د خپلواک دولت د جوړولو لپاره ملاتړ ته دوام ورکوي.

هغه زياته کړې چې پر فلسطيني ولس روان بريدونه د ټولو نړيوالو قوانينو او معاهدو ښکاره سرغړونه ده، او د مصر دريځ د فلسطين د قضيې په تړاو ثابت او نه بدلېدونکی دی.

د بهرنيو چارو وزير همدارنګه ويلي، قاهره د اسرایيلو هغه اعلان څرګندونې چې غواړي د غزې په تړانګه پاتې شي يا د لويديځې غاړې سيمه ضم کړي، په کلکه ردوي.

هغه ټينګار کړی چې مصر د هر ډول جبري بې‌ځايه کولو او د فلسطينيانو د ځمکو څخه د هغوی د شتون د له منځه وړلو هڅې نه مني.

مربوطه مطالب

Back to top button