وحيد افغان
د زمري ۲۸مه هغه ورځ ده چې له نن څخه ۱۰۶ کاله مخکې، په ۱۲۹۸ هجري لمریز کال کې غازي امان الله خان د افغانانو په یو واحد، متحد صف کې د انګریزانو امپراتورۍ ته تاریخي ماته ورکړه او افغانستان یې د استعماري ولکې څخه آزاد کړ.
په هغه وخت کې افغانان د قومونو په نوم نه، بلکې د افغان ملت په نوم یو موټی ملت و. کله به چې د هیواد له یوې څنډې نه د “الله اکبر” چغه پورته شوه، له بلې څنډې به خلکو د “لبیک” غږ ورسره بدرګه کاوه.
همدغه اتحاد او یووالی د غازي امان الله خان تر مشرتابه لاندې د انګریزانو د ماتې اصلي لامل و او نړۍ ته یې وښودله چې له افغان ملت سره په زور معامله کول اسانه نه ده.
خو وروسته، د همدې ماتې د بدل په توګه انګریزانو هڅه وکړه چې افغانان د قوم، مذهب او کلتور پر بنسټ سره وویشي ترڅو افغانان د یو بل پر وړاندې ودرېږي او نور د یو واحد ملت په توګه عمل ونه کړي.
له همدې امله، د زمري ۲۸مه یوازې د یو تاریخی فتحې ورځ نه ده، بلکې زموږ لپاره د یووالي، اتفاق او د خپلواکۍ د ارزښت د درک کولو یادونه ده.
موږ دا ورځ ځکه لمانځو چې، زموږ نیکونو د خپل اتحاد په برکت د استعمار ستره امپراتوري ماته کړه او نړۍ ته یې وښودله چې افغانان خپلواک، بېسارې میړانه لرونکي او دین ته وفادار خلک دي.
دا ورځ موږ ته یادونه کوي چې یوازې هغه وخت بریالي کېدای شو، چې د افغان په نوم متحد او یو موټی ملت وساتو.
دا بايد په ياد ولرو چې آزادي یوازې د پردیو نه شتون نه ده، بلکې هغه وخت بشپړه کېږي چې ټول افغانان د یو ملت په توګه سره متحد او یو بل سره په غم او خوشالۍ کې شریک وي.
نو د زمري ۲۸مه په دې موخه بايد ياده شي، تر څو دا تاریخ نه هیر شي او راتلونکې نسل ته دا پیغام ورسول شي چې موږ په اتحاد خپله ازادي ترلاسه کړې او په همدغه اتحاد یې باید وساتو.


















