د استقلال د ۱۰۶مې کلیزې په تړاو د اسلامي امارت اعلامیه؛ ځوانان د ازادۍ پر نعمت شکر اوباسي او د هر ډول تجاوز پر وړاندې دې کلکه اراده ولري

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ زمری، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان اسلامي امارت د زمري ۲۸ مې د استقلال د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت اعلامیه خپره کړې او په هغې کې یې د افغان ولس د قربانیو، ایماني هوډ او ملي غیرت قدرداني کړې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي چې افغان ولس له نن څخه ۱۰۶ کاله وړاندې د غازي امان الله خان تر قیادت لاندې د انګلیس ستر استعماري قوت ته ماته ورکړه او د هیواد بشپړ استقلال یې بیرته تر لاسه کړ، وروسته بیا افغانانو د شوروي اتحاد او امریکایي ځواکونو پر وړاندې هم له خپلې خاورې په بریالیتوب دفاع وکړه.
اسلامي امارت په اعلامیه کې له ځوانانو غوښتي چې د خپلو مجاهدو پلرونو میړانه او سرښندنه د ځان لپاره بېلګه وګرځوي، د ازادۍ پر نعمت د الله تعالی شکر ادا کړي او د اسلامي شریعت په کلکه پابندي سره د هر ډول تجاوز او اشغال پر وړاندې کلکه اراده ولری او تل یو موټی پاتې شي.



